کابلباختردچنګاښ ١٧ مــــــــه
د هيواد دنجونو د کرکټ ټيم د اتلوالي له ګټلو وروسته نن هيواد ته راستون شو .
دغه ټيم ديو لړ دوستا نه سياليو دترسره کولو په مقصد څه موده مخکې د تاجکستان هيواد ته تللي و دسياليو له تر سره کولو وروسته دڅلورو لوبو په ګټلو اويوې برابرې لو بې سره وکولاي شول ددغو سياليو داتلوالى مقام وګټي دالمپيک د ملى کميټې درسنيو مسوول عبدالمحبوب سروي د معلوماتو له مخې : د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې د نجونو دکرکټ ټيم ته د المپيک د ملي کميټې درهبري هيئت ځينو غړو هر کلي ووايه.
دغه راز دالمپيک دملي کميټې رئيس محمدظاهر اغبر ددغه ټيم له غړو سره په کتنه کې دوى ته دبرياليتوب له ا مله مبار کي وويله