(PS)خبرونه(PS)ټولنه

په کونړ کې ۱۱۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل، د غبرکولي ۱۸مه، باختر

د کونړ د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې AHF موسسې په مالي ملاتړ ۱۱۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې.

د دغه ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دغه شبکه د AHF موسسې په مالي ملاتړ جوړه شوې ده.

د مسوولینو په خبره دغه پروژه  ۳۶ متره مکعبه د اوبو ذخیره ۱۷ شیردانونه او ۲۳۰۰ متره (GI)  پایپ  په کارولو سره بشپړه شوه.

 د یادوني وړه ده چې په یاد کلی کې د حفظ الصحې د مراعتولو په منظور ۶ تشنابونه جوړ او ۴۰۰ د حفظ الصحی کیټونه ووېشل شول.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا