
کابل، د کب ۲۸مه، باختر
د کونړ د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په بېلابېلا سیمو کې یې ۱۱ تنه د جنایي جرمونو په تور نیولي دي.
د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ مسوولینو باختر آژانس ته وویل، چې دغه کسان په بېلابېلو عملیاتو کې د غلا، قتل او نشه یي توکو د پلور او قاچاق په تور نیول شوي دي.
د مسوولینو په وینا، د نیول شویو کسانو دوسیې به له څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
لمر