سیاست

جمهوررئیس محمداشرف غني د ترکمنستان د بهرنیو چاروله وزیر سره وکتل

کابل باختردليندۍ دمياشتې١٨  نيټه 
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ترکمنستان د بهرنیو دچارو وزیر رشید مرادوف سره په ارګ کې وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په پیل کې ښاغلي رشید مرادوف د ترکمنستان د جمهور رئیس قربانقلي بردي محمدوف نېکې هیلې جمهور رئیس غني ته وړاندې کړې او همدارنګه یې له جمهور رئیس غني څخه د لویو پروژو د ملاتړ او په دې برخه کې دعملي کار د پیل له امله مننه وکړه.
ده د ترکمنستان په کوربه توب ریکا کنفرانس ګټور وباله او په دغه کنفرانس کې د افغانستان حکومت د فعاله ونډې له امله د قدردانۍ ترڅنګ زیاته کړه، د لاجوردو لارې جوړولو د تړون لاسلیک یو مهم ګام او ښه پرمختګ دی.
د ترکمنستان د بهرنیود چارو وزیر څرګنده کړه، هېواد یې د سیمه ییزو پروژو په برخه کې لا ډېرو همکاریو ته چمتو دی. همدارنګه یې په دې برخه کې د دواړو هېوادونو عملي اقدامات د لویو پروژو د تحرک لپاره ګټور وبلل.
په دې کتنه کې دواړو لورو د بېلابېلو کاري کمېټو جوړول ګټور وبلل او د هغو د کار پر دوام یې ټینګار وکړ، تر څو د منظمو ناستو په لړ کې لا زیات تحرک رامنځ ته شي.
جمهور رئیس غني د ترکمنستان د بهرنیود چاروله وزیر څخه په مننې د دغه هېواد جمهور رئیس او خلکو ته خپل سلامونه او نېکې هیلې وړاندې کړې او له هغوی څخه یې د ټاپي پروژې د تطبیق او عملي پیل له امله مننه وکړه.
جمهور رئیس غني وویل، ټاپي یوازې د ګازو نل لیکه نه ده، بلکې تر څنګ یې د برېښنا مزي او نوري فایبر هم غځول کېږي. هغه زیاته کړه، موږ په نږدې راتلونکي کې د ټاپي د پرانیستې لپاره د ترکمنستان د جمهور رئیس راتګ ته سترګې په لار یوو او د افغانستان د ښه دوست په توګه به یې تود هرکلی او ښه مېلمه پالنه وکړو.
د هېواد جمهور رئیس وویل: د لویو پروژو د تحرک او د سیمې د ثبات لپاره د ترکمنستان هڅې ګټورې دي او د افغانستان خلک له ترکمنستان سره په ښو مناسباتو او دوه اړخیزو همکاریو خوشاله دي. هغه زیاته کړه، د لویو پروژو ګټه به د سیمې ټولو هېوادونو ته ورسېږي.
محمد اشرف غني اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د ټاپي پروژې د عملي کار د چټکولو او ښه پرمختګ په موخه له جوړو شویو بېلابېلو کمېټو سره عملي همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته