سیاست

دوزيرانوشورا لومړى نوبتي غونډه جوړه شوه .

کابل باختر دتلي يو ويشتمه :
دوزيرانو شورا لومړى غونډه نن له غرمې مخکې دافغانستان داسلامي جمهوريت  داجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله په مشرۍ جوړه شوه .
  دوزيرانوشورا ددارالانشا لوى رياست باختراژانس ته خبر ورکړ ، دغونډې په پيل کې دکلام الله مجيد څو مبارک ايتونه ولوستل شو او وروسته دافغانستان داسلامي جمهوريت اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله  دوزيرانو شورا  سرپرستو غړو ته  دښه راغلاست دويلو په ترڅ کې  خلکو او هيواد ته  دخدمت په لاره کې  دهغوى دهڅو او هاند له امله قدرداني وکړه .
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجرائيه رييس  په دې غونډه کې دملي وحدت  دحکومت دجوړيدو له امله دافغانستان خلکو ته مبارکي وويله  او هيله يې وکړه چې دملي وحدت حکومت  په هيوادکې  دملي وفاق او پيوستون  درامنځته کيدو  سبب شي .
دافغانستان داسلامي جمهوريت  اجراييه رييس  دخپلو خبرو په ترڅ کې له سرپرستو وزيرانو څخه وغوښتل  چې دنوى کابينې  تر جوړيدو پورې دې  خپلې  ورسپارل شوې دندې په پوره صداقت او جديت سره ترسره کړي  چې  دمملکت چارې  له خنډونو سره مخامخې نه شي  او دملي وحدت حکومت  دخپل فعاليت  په لومړيو ورځو کې خلکو ته  ديو خدمتګار حکومت په توګه عمل وکړي .
  دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله دخپلو خبرو په دوام زياته کړه: دملي وحدت دحکومت ډير  مهم هدفونه دقانون تطبيق ،  له اداري فساد سره مبارزه  ښه حکومتوالي ، دسراسري امنيت تامينول ، پراخ او هراړخيز اصلاحات ،  دخلکو دژوندانه  په حالت کې  بدلون ،  داقتصادي حالت ښه والي ،  له ګاونډيو هيوادونو او دسيمې له هيوادونوسره دښه ګاونډيتوب  داړيکو ټينګښت اوساتنه ، له نړيوالې ټولنې  اودافغانستان له دوستو هيوادونوسره  داړيکو پياوړتيا او پراختيا  ،  داغيزمنو او دايمي نړيوالو همکاريو جلب ،  په هيواد کې  دسولې او امنيت دتامينولو لپاره  هلې ځلې او دبيان په ازادي ژمنتوب  ،  دمدني ټولنې  دبنسټونوپياوړتيا ،  دبشر دحقوقو او دولسواکي دارزښتونو ملاتړ دى .
اجراييه رييس  دوزيرانو شورا دارالانشا ته  لارښوونه وکړه چې له دې وروسته دې دوزيرانو شورا  دغه منظمې غونډې  دده په مشرۍ په اوونيز ډول جوړې کړي .
  اجرائيه رييس  سرپرستو وزيرانو ته  لارښوونه وکړه چې  دوزيرانو شورا له بلې غونډې  مخکې دې دخپلو اړوندو وزارتونو او بنسټونو کاري لومړيتوبونه  په  لنډ او هراړخيز ډول  ديوې اوونۍ په دننه کې  په ليکلي ډول  دوزيرانو شورا  دارالانشا ته  وليږي .
  دغونډې دکار په دوام داجراييه رياست لومړى مرستيال  انجنير محمد خان  دلنډو خبرو په ترڅ کې  دملي وحدت دحکومت جوړول  دټول ملت  دارمانونو او ارادې تحقق وباله او له سرپرستو  وزيرانو څخه يې وغوښتل  چې دهيواد  ولايتونو او لرې پرتو سيمو ته  په سفر سره دې  دملت او حکومت ترمنځ واټن لنډ کړي .
  داجراييه رياست لومړى مرستيال زياته کړه زموږ وحدت  زموږ دبرياليتوب ضامن دى . او په يو والي او پيوستون سره کولي شو په ستونزو بريالي شو .
  ددغې غونډې دکار په دوام  داجرائيه رياست  دويم مرستيال  حاجي محمد محقق دلنډو خبرو په ترڅ کې وويل ،دډب  له يو پړاو وروسته  په افغانستان کې دملي وحدت  حکومت جوړ شو .  هيله لرو  دهيواد  خلک  په راتلوونکو  پړاونوکې وکولي شي  دازادو او شفافو انتخاباتو له لارې خپل برخليک وټاکي . اوس  دملي وحدت دحکومت  په جوړيدو سره  دقدرت په جوړښت کې دهيواددټولو جريانونو نمايندګي  اوګډون  تضمين شوي دي .
  داجرائيه رياست دويم مرستيال زياته کړه چې دملي وحدت دحکومت دمشروعيت  ستنې پراخې دي . او په اوسني قالب کې  دخلکو پراخ ملاتړ ورسره دى .
  ده زياته کړه:  نړيواله ټولنه هم  دملي وحدت حکومت ته په همدې نظر سره ګوري
دغونډې دکار په دوام له اجندا سره سم دماليې وزارت سرپرست  د١٣٩٣ مالي کال د عوايدواو لګښتونو دحالت په باب مجلس ته  رپوټ وړاندې کړ او زياته يې کړه، دې ته په پاملرنې سره چې دسياسي قدرت  دليږدونې بهير اوږد شو دانتخاباتو بهير ددغه وزارت  دلارې پرسر زيات خندونه  پيداکړي و ، دغه وزارت  ونه کړاي شول  چې اټکل شوي عوايد راټول کړي . چې دغه نيمګړتيا  ددې سبب شوه چې حکومت  دعوايدو له کمښت سره مخامخ شي .
  ده دخپلو خبرو په دوام زياته کړه چې دملي وحدت  دحکومت په جوړيدو سره  دعوايدو دراټولولو حالت ګړندي شوي دي او هم  دتمويلوونکو مراجعو پاملرنه  بيا  جلب شوې ده .
  دماليې وزارت سرپرست  هغه اوازې  چې ګڼې حکومت دښوونکو او دملکي خدمتونو دکارکوونکو دمعاشونو دورکولو قدرت نه لري ردې کړې  او غونډې ته يې ډاډ ورکړ چې دماليې وزارت به دښوونکو او دملکي خدمتونو  دکارکوونکو  معاشونه  او نور امتيازات په خپل وخت ورکړي او له دې پلوه به  کومه ستونزه شتون ونه لري .
غونډې دماليي وزارت ته لارښوونه وکړه چې د ښوونکو او دملکي خدمتونودکارکوونکو معاشونه  او نور امتيازونه دې په خپل وخت کې ورکړي او دهغوى  اقتصادي ستونزو ته دې  خاصه پاملرنه وکړي .
  ورپسې  له اجندا سره سم  دفوايد عامې وزارت سرپرست  دژمي په  ورځو کې  دسالنګ تونل دفعال ساتلو او پرانستې ساتنې په باب  غونډې ته رپوټ وړاندې کړ
ددغه رپوټ له مخې دواورې دپاکولو  دخدمتونو دسالنګ تونل دمحافظتي وسايطو دسمبالولو ،  دواورې ښوييدنې دخبر داري ورکوونکي سيستم او د نورو اسانتياو  په ګډون  دتونل دپرانستې ساتلو لپاره  مخکې له مخکې ټول ترتيبات نيول شوي دي او دفوايد عامې وزارت  له نورو مسوولو بنسټونو سره  په همکارۍ کې  په دې برخه کې  پوره تياري لري .
  غونډې  دفوايد عامې وزارت ته دنده وسپارله چې دهمدې اوونۍ  په بهير کې دې  دخپلو کړنو مفصل رپوټ  داجرائيه رياست  له لومړي مرستيال سره  همغږه کړي او دوزيرانو شورا  په راتلوونکي غونډه کې دې په دې برخه کې ليکلي رپوټ  وړاندې کړي
  دغونډې دکار په دوام دکرنې او اوبو لګولو وزارت سرپرست  په بيلابيلو ولايتونوکې  دخوراکي توکو دويش لپاره  دستراتيژيکي زيرمو دجوړولو په باب  دوزيرانو شورا ته  رپوټ وړاندې کړ،دکرنې او اوبو لګولو وزارت سرپرست   روان کال  دکرنيزو محصولاتو له پلوه يو ګټور کال وباله او دتيرکال په پرتله يې  په سلوکې  له پنځو څخه  تر اوو پورې  د غلو ډانو دحاصلاتو دودې خبر ورکړ .
ده زياته کړه  ددې په پام کې نيولوسره  چې  دژمې په ورځوکې  زياتره  دسختو سيمو لارې  تړلې  دي  دکرنې او اوبو لګولو وزارت  دغلو ډانو زيرمې  په مرکزي سيلو ، دبلخ په سيلو ، پلخمري سيلو ، هرات سيلو او دجلال ابادسيلو کې جوړې کړي چې له دغو زيرمو څخه  داړتيا په وخت کې خوراکي توکي  په ډير لنډ ممکن وخت کې دهيواد نورو سيمو ته وليږل شي .
  دوزيرانو شورا  دکرنې اوبو لګولو وزارت سرپرست  موظف کړ  چې  داجراييه رياست  ددويم معاونيت له دفتر سره په همغږۍ کې دې  په دې اړوند  په دقيقو ارقامو سره  يومفصل رپوټ  برابر  او  دوزيرانو شورا په راتلوونکي غونډه کې دوړاندې کولو په مقصد  په ليکلي  ډول برابر کړي .
  ورپسې  دغونډې رييس دسارک په سازمان کې  دشاملو هيوادونو دمشرانو له کنفرانس سره  په يووخت  دلندن دکنفرانس  دجوړيدو دنيټې  په باب دبهرنيو چارو  وزارت له سرپرست څخه  دتوضيحاتو غوښتنه وکړه .
  دبهرنيو چارو وزارت سرپرست  په دې باب دتوضيحاتو  دوړاندې کولو په ترڅ کې  دغې  ستونزې ته دحل دلارې دلټولو لپاره ددغه وزارت  دهڅو او هاند خبر ورکړ .
  دوزيرانوشورا  دبهرنيو چارو وزارت موظف کړ چې  ددوو ورځو په دننه کې دې موضوع  دبريتانيا  له سفارت او په افغانستان کې له نورو اړوندو بنسټونو سره طرحه کړي  اودنظر وړ حل  لاره  دې پيداکړي .
   دغونډې دکار په دوام سرپرستو وزيرانو دسرپرستۍ په ورځو کې  دوزارتونو دسرپرستانو دکاري صلاحيتونو  دمحدوديت په برخه کې  دخپلو اړوندو وزارتونو ستونزې  طرحه کړې  او  له اجراييه رييس څخه يې په اړوندو وزارتونوکې  دخپلې سرپرستۍ  په موده کې  دسرپرستو  وزيرانو  دصلاحيتونو په باب دنوي نظر  دکولو غوښتنه وکړه .
  دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ژمنه وکړه چې  دغه موضوع  دافغانستان داسلامي جمهوريت له رييس سره  طرحه کوي چې په دې اړوند  دمطلوب حل لاره تدارک شي .
دغونډې دکار په دوام سرپرستو وزيرانو دقانون دمبهم والي ، دتدارکاتو دبهير  داوږدوالي او په  تدارکاتي چارو کې  دعدلي ارګانونو  دلاسوهنې له پلوه  دخپلو اړوندو وزارتونو دستونزو په باب  په غونډه کې  خبرې وکړې  او داجراييه رياست له مقام څخه يې  وغوښتل چې  دغه موضوع دې  دملي وحدت دحکومت  په کاري لومړيتوبونوکې  شامله کړي .
  دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس دتدارکاتو موضوع په اغيزمنتوب سره  دخدمتونو  په وړاندې کولو کې  يو حياتي کار وباله او ژمنه يې وکړه چې په دې باب  له زيات غور او تدقيق وروسته به قانوني اقدامات ترلاس لاندې ونيسي .
  دغونډې په پاى کې اجراييه رييس سرپرستو وزيرانو ته  لارښوونه وکړه چې دنوى کابينې  تر جوړيدو پورې دې  له مامول سره سم  په صداقت او ژمنتوب سره  خپلوکارونو ته دوام ورکړي  او په اړوندو  کاري مواردو کې  يې  له دوى سره  داجراييه رياست دمشرتابه  دهراړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته