امنیت

په زابل کې پولیس يو کس په ډزو سره وواژه

قلات باختر دوږي د مياشتې ۱۹ مه
د زابل ولايت په شهر صفا ولسوالۍ کې پوليس د مسافرو په یو کاسټر موټر ډزې کړې چې له امله يې يو تن وژل شوی دی.
د زابل د شهر صفا ولسوالۍ ولسوال عبدالصمد دراني باختر اژانس ته وویل چې پولیسو د پلټنې پر مهال موټر ته لاس ورکړی، خو موټر چلوونکى د دې پر ځای چې د پلټنې لپاره ودريږي، له پوليسو څخه تښتيدلی دی.
درانی زياتوي چې پولیس هم په تښتيدلي موټر پسې ډزې وکړې چې له امله يې په موټر کې ناست یو کس وژل شوی دی.
د یادونې وړ ده چې وژل شوی کس د ميدان وردګو ولايت اوسيدونکى دی او د بنايۍ دنده يې لرله.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته