-کابل باختر د غبرګولي اووه ويشتمه :
يوه سړي خيل ورور په سوکانو سره وواژه.
د هرات ولايت د شينډنډ ولسوالۍ يو ديرش کلن ځوان د خپل ورور له خوا د سوکانو په ګوزارونو سره ووژل شو.
د هرات پوليسو دغه پيښه تاييد کړه او ويې ويل چې د دغې پيښې د څرنګوالي په برخه کې څيړنې پيل شوې دي.
د هرات د مرکزي روغتون يوه مسوول محمد رفيق شيرزى وايي چې د دغه ځوان مړى د هرات مرکزي روغتون ته ليږدول شوى دى.
شيرزي وويل چې د وهلو او ډبولو پيښې هره ورځ د څه ناڅه پنځو تنو هراتيانو ژوندله خطرسره مخامخ کوي .
اقتصادي بيوزلي، وزګارتيا او روانې ستونزې زموږ په ټولنه کې د دغه شان پيښو علتونه بلل شوي دي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ