سیاست

دافغانستان او امريکا جمهور رييسانو سره وکتل

–  کابل/ د ليندۍ دمياشتې ٨ مه / باختر :  
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور ريیس محمد اشرف غني د امريکا متحدو ايالتونو جمهورريیس ډونالډ ټرمپ سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ :                                         په دې  کتنه کې د امريکا جمهور رييس ډونالډ ټرمپ له ترورېزم سره په  مبارزه  کې              د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو پرمختګونه وستايل او جمهوررييس غني ته یې           د افغانستان په ختيځ کې د داعش د ماتې مبارکي  وويله.
د دواړو هيوادونو جمهورريیسانو ټينګار وکړ چې که طالبان د سولې هوکړه ليک ته ژمن دي، بايد اوربند ومني او که چېرې غواړو په افغانستان کې پایداره سوله تامين شي بايد له هيواده بهر د تروريستانو ځالې له منځه یووړل شي.
وروسته جمهورريیس غني او جمهورريیس ټرمپ په بګرام کې امريکايي سرتېرو ته
په وينا کې د هغوي او د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ وستايلې.
همدارازهغوی د دښمن په ځانګړي ډول دداعش او القاعدې په ماتولو کې د دواړو هيوادونو  وروستي پرمختګونه بېساري وبلل.
پاى   ذ 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته