سیاست

سويډن له افغانستان سره خپلو پوځي مرستو ته دوام ورکوي

کابل باختر د تلي  دويمه :
دملي دفاع وزارت لوى درستيز نن د سويډن د وسله والوځواکونو له عمومي قوماندان سره وکتل .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ: په دې کتنه کې  دافغانستان د وسله والو ځواکونو لوى درستيزسترجنرال ارکانحرب شيرمحمد کريمي له افغانستان سره د سويډن د هراړخيزو مرستو له امله قدرداني وکړه او ويې ويل: په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو په چوکاټ کې د سويډن دبيا رغاونې ټيمونو اغيزمن کارونه ترسره کړي دي چې دامنيتي حالاتو په ښه والى کې  مهم رول ترسره کړى دى.
ده زياته کړه: دافغانستان امنيتي ځواکونه  له پخوا زيات ځواکمن شوي دي چې خپلې دندې په مستقلانه ډول پرمخ وړي.
دهيواد د وسله والو ځواکونو لوى درستيز په دې کتنه کې د سويډن د وسله والو  ځواکونوعمومي قوماندان ته وويل: ملي اردو هوډمنه ده چې دهيواد دنورو امنيتي ځواکونوترڅنګ له ٢٠١٤ کال وروسته ټول امنيتي مسووليتونه  په مستقلانه ډول  ترسره کړي .
په دې کتنه کې د سويډن د ځواکونو عمومي قوماندان ستر جنرال سويرکارکورانسون د افغانستان دملي اردو برياليتوبونه وستايل او ويې ويل: موږ بشبړ باور لرو چې د افغانستان ملي اردو کولى شي په مستقلانه ډول خپلې دندې ترسره کړي .
ده زياته کړه: له افغانستان سره او په تيره بيا د افسرانو د ښوونې او ر وزنې په برخه او لوژستيکي او دپوځي تجهيزاتو په برخوکې زموږ مرستې له ٢٠١٤ کال څخه وروسته به  هم له ملي اردو سره  دوام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته