
کابل، د وري ۲مه، باختر
د کونړ امنیتي مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې ۹ تنه د بېلابیلو جرمونو په تور نیول شوي دې.
د د دغه ولایت امنیه قومندان مولوي عبدالحق حقاني باختر آژانس ته وویل، چې نیول شوي کسانو کې ۳ تنه د ګران بيه ډبرو د قاچاق ۲ تنه د قتل او ۴ تنه د نشه یي توکو د قاچاق او پلور په تور نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې یوولس تنه د جنايي جرمونو په تور نیول شوي وو.
ص