امنیت

په پروان کې څليرويشت کيلوګرامه نشه يي توکي ضبط شول .

کابل باختر د تلې  نولسمه :
څليرويشت کيلوګرامه نشه يي توکي  نن په پروان ولايت کې ضبط شول .
دپروان ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند محمد عالم  مخلص  باختراژانس ته وويل  چې ددغه ولايت دامنيې قوماندانۍ  دنشه يي توکو پرخلاف  دمبارزې دمديريت پوليسو  شپاړلس کيلوګرامه اپين ، او اته کيلوګرامه  چرس  په يوکرولا موټر کې چې له شمال زون څخه  دکابل ولايت ته ليږدول ،  دجبل السراج ولسوالۍ  په بازار کې  کشف اوضبط کړل .
  مخلص زياته کړه  چې ددغې قضيې په اړوند موټر چلوونکى  نيول شوى دى .
  ديوبل خبرله مخې ،  يو څليرويشت ليتره بوشکه چاوديدونکي توکي چې وسله والو مخالفانو  دپروان ولايت  دمرکز خلازو دکلي په عمومي سړک کې ځاى پرځاى کړي و  دپروان ولايت  دامنيې قوماندانۍ  دمنسوبانو له خوا دسيمې دخلکو په همکارۍ کشف او  ددغې قوماندانۍ دانجنيرى دټيم له خوا وچول شول .
  ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته