(PS)سیاست(PS)خبرونهTOP(PS)

په کوټه کې د افغانستان سرپرست جنرال قونسل د دغه ښار له وزیر اعلی سره وکتل

کابل، د وږي ۲۱مه، باختر

په کوټه کې د افغانستان د اسلامي امارت سرپرست جنرال قونسل مولوي ګل حسن، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو اتشه قاري رحمت الله ضعیف او د تشریفاتو همکار احمد رضاء په کوټه کې له وزیر اعلی میر علي مردان خان ډومکي سره د وزیر په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د افغان کډوالو په اړه پر بېلابېلو ستونزو خبرې وشوې او د بلوچستان ایالت د بېلابېلو بندخونو ته د قونسلګرۍ د استازو لیدنه، د ناروغانو د روغتيايي خدمتونو د اړتياوو او د سپین بولدک – چمن د پولې په تړاو شته ستونزو ته د حل لاری پیدا کول، د سوداګريزو مسايلو د ثبات او د سياسي مسايلو له سوداګريزو مسایلو څخه د جلا ساتلو اهميت په ګډون يو شمېر نورو مسایلو خبرې وشوې.

په دغه کتنه کې سرپرست جنرال قونسل مولوي ګل حسن د بلوچستان حکومت لخوا د افغان بندیانو د هوساینې د ارزونې لپاره د ایالت مختلفو بندخونو ته د دې قونسلګرۍ د قونسلي برخې د لیدو غوښتنې سربېره، په سپین بولدک کې د افغان ناروغانو پر وړاندې د شته ستونزو د حل او د دوه اړخیز سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا او دې برخه کې یې د لازمو آسانتیاوو په رامنځته کولو ټینکار وکړ.

مولوي حسن زیاته کړه، چې دواړه هېوادونه یو له بل سره ګډ کلتور، ژبه، رواجونه او عنعنات لري، چې باید په عمومي آسانتیاوو کار وشي ترڅو پر دوه اړخیزه اړیکو کې اثر وکړي.

ورته مهال وزیر اعلی میر علي مردان خان ډومکي ډاډ ورکړ چې له اړوندو ارګانو سره مطرح شوې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړي، ترڅو ورته شته ستونزې حل او ښې دوه اړخیزې اړیکې رامنځته شي.

غونډې په پای کې په بلوچستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د هوارې او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي مسئلو په برخه کې د رغنده تګلارې د ساتلو ژمنه وشوه او دواړو خواوو د افغان کډوالو د هوساینې او د مثبتو ډیپلوماټیکو اړیکو د ټینګولو په برخه کې خپله ژمنتیا څرګنده کړه.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا