نړۍ

په عراقى کې دتاوتريخوالي له امله ديارلس تنه ووژل شول

بغداد – وى او اى نيوز – باختر د وږي دمياشتې ٩
دبغداد په جنوب کې تيره شپه د دوو بمونو دچاودنې له امل دشپږو تنو عسکرو په ګډون څه ناڅه ديارلس تنه ووژل شول .
دپوليسو له خولې په رارسيدلو خبرونو کې ويل شوي دي  چې يو ځانمرګى يرغلګر يو موټر بم په يوه امنيتي پوسته کې وچاوه  چې د څلوروتنو سرتيرو په ګډون يوولس تنه ووژل شول او څلورويشت تنه نور ټپيان شول او څو موټرونه هم ويجاړ شول .
څو ساعته وروسته واټ ته څيرمه يو بم دلطيفيه په سيمه کې دپوځي موټرونو دتيرويدو په وخت کې وچاوديد چې له امله يې دوه تنه سرتيري ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته