امنیت

دافغانستان په شمال کې په يوې دولس کلنې نجلۍ جنسي تيرۍ

کابل باختردتلي دمياشتې  ٧ :
دافغانستان په شمال بغلان ولايت کې په يوې دولس کلنې نجلۍ  دڅو تنو ناپيژندل  شويو کسانوله خوا جسني تيرۍ وشو.
دغه پيښه  دپنجشنبې په شپه  دخنجانوولسوالۍ  دواليانو په درې پورې مربوط دچارباغ په سيمه کې له هغه وروسته وشوه چې ناپيژندل شويو وسله والو کسانو دسيمې ديوتن اوسيدونکي په کور بريدوکړ.
ددغې کورنۍ ګاونډيان وايي چې دغه وسله وال کسان له هغه وروسته چې ددغې نجلۍ  ځوان ورور يې په ډزو سره وواژه دا يې له ځان سره بوتله.
په همدې حال کې  د خنجانوولسوالۍ امنيه قوماندان حبيب  الله مقصودي باخترا ژانس ته وويل چې پوليسو دغه ځوانه نجلۍ په داسې حال کې چې دتښتوونکوله خوا څوځلي  جنسي تيرۍ ورباندې شوى و ، دعملياتو په بهيرکې خوشي  کړه   او دوه تنه تيري کوونکي يې هم ونيول .
دخنجانوولسوالۍ دپوليسو مسوول وايي  چې دغه پيښه  دکورنۍ دښمني زيږنده  وه .دپوليسو څيړنې ښيي  چې تيري کوونکي درې تنه وو .
له بله پلوه دپوليسو دغه مقام وايي  چې دوى  ددريمې سړي دنيولو لپاره خپلې هڅې زياتې کړي دي .
ددغې کورنۍ  يو  ګاونډى باختراژانس ته وويل  چې يرغلګر وسله وال کسان  له هغه وروسته ددغې کورنۍ ځوان  زوي وواژه چې  دى ددغو افرادو له خوا دخپلې خور دتښتولو  مخ نيوى کاوه .
دوى وايي  چې دپيښې په وخت کې ددوى پلار او مور په کور کې نه وو، له بله پلوه دبغلان ولايت دخنجانوولسوال فضل الرحيم دناپيژندل  شويو وسله والو کسانو له خوا ددغه تنکي ځوان وژل  تائيدوي  خو په دغې نجلۍ دجسني تيري په باب بې خبري څرگندوي .
داپه داسې حال کې ده چې دوه تنه نيول شوي تيري کوونکي پوليسو ته اعتراف کړي دي چې ددغې نجلۍ له تښتونې وروسته څوځلي يې په هغې جنسي تيرۍ کړي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته