نړۍ

دپيښور په يوه ښوونځي دبريد په تور دڅو تنو نيول کيدل

اسلام اباد پاکستاني رسنۍ باختر د مرغومي دمياشتې  ١ :
پاکستاني مامورين وايي  څو تنه يې  په پيښور ښارکې په يوه ښوونځي دطالبانو دتيرې اوونۍ دبريد په تور نيولي دي .
امنيتي ځواکونو څو تنه مشکوک کسان  چې په يو ډول نه يو ډول  ددغه بريد لپاره  آسانتياوې برابرې کړې وي  نيولي دي .
دنيول شويو کسانو  هويت  اوشمير ته اشاره نه ده شوې .
اووه تنه وسله وال طالبان  چې په ځانمرګو واسکټونو سمبال وو  دتيرې اوونۍ
دسه شنبې  په ورځ  يې  دپوځيانو تر ادارې لاندې په يو ښوونځي  يرغل وکړ چې له امله يې ددغه ښوونځي  د ١٣٢  تنو زده کوونکو په ګډون يوسلو اته څلويښت تنه  ووژل شول .
په دې بريد کې چې    اته ساعته يې دوام وکړ  يوسلو يو ويشت تنه نور  زده کوونکي ټپيان شول.
دغه ښوونځى  په داسې سيمه کې موقيعت لري چې زياتره دپاکستاني پوځيانو  کورنۍ پکې  ژوند کوي  .
دپاکستاني طالبانو ډلې ويلي دي  چې دغه بريد يې په شمالي وزيرستان کې  ددوى پرخلاف د اردو دعملياتو دغچ اخيستنې په مقصد چې دروان کال دغبرګولي له مياشتې څخه  دوام لري  ، ترسره کړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته