ټولنه

دکندز له شپږزرو زيانمنو شويو کورنيو سره نغدي مرسته .

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٦
دکندز د زيانمنو شويو کورنيو سروى پيل شوه .
دغه سروى په دغه ولايت کې د وروستيو جګړو له مصيبت ځپلوسره دمرستې په مقصد نن پيل شوى دى.
دکندز دوالي وياند سيد محمود دانش باختر آژانس ته وويل: هغه اويا مليونه افغانى چې دجمهور رييس له خواد دکندز له جګړه ځپلو کورنيو سره د مرستې په مقصد ځانګړى شوې وې ټاکل شوې ده دسروې له پاى ته رسيدو وروسته په مصيبت ځپلو کورنيو وويشل شي.
دانش زياته کړه: دکندز ښار په څلورو ناحيوکې شپږ زره کورنۍ سروې کيږي چې هرې کورنۍ ته ديارلس ديارلس زره افغانۍ نغدې پيسې ويشل کيږي.
خبرځاى زياته کړه هغه څلور ويشت زره کورنۍ چې دجګړو له امله دتخار ، بلخ .کابل او نورو ولايتونو ته تللي دي دهغوى دراستنولو بهير هم پيل شوى دى او ټاکل شوې ده له دغو ټولو کورنيو سره د دولت اوهمکاروموسسوله خوا مرسته وويشل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته