سیاست

بانکې مون : دملګروملتو سازمان له ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته هم له افغانستان سره خپل ملاتړ ته دوام ورکوي

دملګروملتودسازمان سرمنشي بانکې مون دافغانستان  داسلامي

جمهوريت له  جمهوررييس حامد کرزي سره په کتنه کې له ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته هم له افغانستان سره دملګروملتو دسازمان ملاتړ اعلام کړ.

په دې کتنه کې چې پرون مازيګر دالمان په بن ښارکې  دحامدکرزي په استوګنځي کې وشوه ،  بانکې مون وويل چې ملګري ملتونه به له ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته هم  له افغانستان سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي  او افغانستان به يواځي  پري نږدي .

دملګروملتو دسازمان سرمنشي ددوديزي لويي جرګي د جوړيدو هرکلي وکړ او دا کار يې دافغانستان دخلکو ستر برياليتوب وباله .

بانکې مون په دې کتنه کې وويل  ملګري ملتونه دسولې دهغه بهير ملاتړ کوي چې دافغانستان دحکومت په مشري وي .

په مقابل کې  دهيواد جمهور رييس دملګروملتو دسازمان دهغو مرستو اوهمکاريو له امله  قدر داني وکړه چې په بيلابيلو برخو کې يې له افغانستان سره کړي دي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته