کابل باختر د سلواغې د مياشتې ١١ :
دکونړ ولايت د دوو سيمه ييزو مسوولينو په ګډون درې تنه پوځيان له طالبانو سره په جګړه کې شهيدان شول.
جګړه هغه وخت ونښته چې پوځيانو غوښتل د سرکاڼو ولسوالۍ د نوآباد په ساحه کې ديوې پوستې په جوړولو لاس پورې کړي.
درارسيدلوخبرونوله مخې ؛ طالبانو هغه سيمه چې پوځيانو غوښتل پکې امنيتې پوسته جوړه کړي ماينونه ښخ کړي وو.
کله چې پوځيان په ساحه کې دپوځي قرارګاه په جوړولو بوخت وو ، چاودنه وشوه او وروسته طالبانو پر هغوى بريد وکړ.
دکونړولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخيل باخترآژانس ته وويل : په دې پيښه کې دسرکاڼو ولسوالۍ امنيه قوماندان ، ددغې ولسوالۍ دامنيت مدير اويو پوليس شهيدان شول.
خبرځاى زياته کړه ؛ددغې جګړې په بهيرکي څلور تنه يرغلګر هم وژل شوي دي
سيدخيل زياته کړه : په دې نښته کې دپوليسو درې تنه سرتيري او يو ملکي وګړى ټپيان شوي دي .
دپيښې ټپيان دکونړ ملکي روغتون ته ليږدول شوي دي اودروغتيايي مسوولينو دڅرګندونوله مخې ددوو تنو روغتيايي حالت خراب دى.
1 1 دقیقه لوستل