امنیت

په ډنډ غوري ولسوالۍ کې دطالبانو سنګرونه دړې وړې شول .

کابل باختر د سلواغۍ لسمه :
دبغلان ولايت  په ډنډ غوري ولسوالۍ کې دپوځي عملياتو په بهير کې  وسله والو طالبانو ته  دسر دروند زيان  واوښت .
  دبغلان والي  عبدالستار بارز د باختراژانس خبر يال ته وويل  :دوسله والو طالبانو پرخلاف  په هغو پوځي عملياتو کې  چې له دوو ورځو راپديخوا  دګډو امنيتي ځواکونو له خوا  په پلخمري ښار پورې اړوند  ډنډ غورې کې پيل شوي دي  شپږ ديرش تنه وسله وال طالبان  وژل شوي  او نولس تنه نور  ټپيان شوي دي  .
دغه راز نهه کلي  دوسله والو طالبانو له شتون  څخه پاک شوي دي .
بارز زياته کړه  چې دهوا دخرابوالي له امله  همدا اوس  عمليات ځنډول شوي دي  خو دهوا دمساعد والي په صورت کې  بيا پيليږي  او دډنډ غوري  نورې  ناامنې ساحې  به هم  دطالبانو له شتون څخه  پاکې شي .
  بارز دډنډ غورې  دمنګليانو دساحې  دبشپړ پاکولو ډاډ هم  خلکو ته ورکوي او وايي  چې  دغه سيمه  دوګړنيو پاڅونونو له امله پاکه شوې ده او طالبان هم په بشپړه توګه  ځپل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته