
کابل، د غوايي ۲۷مه، باختر
ملي دفاع وزارت وايي، چې په ۳۱۳ مرکزي قول اردو کې ۱۱ عرادې ضربتي ټانګونه بیاورغول شول.
دغه وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ۳۱۳ مرکزي قول اردو په تخنیکي ورکشاپ کې ۱۱ عرادې ضربتي ټانګونه تر بیارغونې وروسته ګټې اخېستنې ته چمتو شول.
خبرپاڼه کې راغلي، چې اوسمهال هم همدا د ملي دفاع وزارت په بېلابېلو ورکشاپونو کې د تخنیکي او مسلکي منسوبینو له لوري د وسایطو او تجهیزاتو بیارغونه او جوړونه روانه ده.
هېره دې نه وي، چې له دې وړاندې هم د ملي دفاع وزارت اړوند سلګونه وسایط او نظامي تجهیزات جوړ او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي.
لمر