
کابل، د وږي ۲۸مه، باختر
ملي دفاع وزارت په ۳۱۳ مزکزي قول اردو کې د ۵۰ چایندار ټانګونو د بیا رغولو او فعالیت ته د چمتو کېدو خبر ورکوي.
دغه وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د ملي دفاع وزارت اړوند د ۳۱۳ مرکزي قول اردو دوهمې پلې لوا د دریم زره دار کنډک منسوبينو د هڅو په پایله کې ۵۰ چایندار ټانګونه چې په څو کلونو کې تخریب شوي وو بیا جوړ او فعالیت ته چمتو شول.
دغه وزارت زیاته کړې، چې د ۳۱۳ مرکزي قول اردو قوماندان ملا امیرخان حقاني د یاد کنډک د تخنیکي او مسلکي انجینرانو ريښتنې هڅې وستایلې او له دوی څخه یې وغوښتل چې د بیت المال په ساتنه کې خپله پاملرنه نوره هم زیاته کړي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې دمه د ملي دفاع وزارت اړوند زرګونه پوځي وسایط تر بیا رغولو وروسته فعالیت ته چمتو شوي دي.