کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٧
دملي امنيت دلوى رياست موظفينو پرون دخوست ولايت دصبريو ولسوالۍ دامنيت دمدير د ترور درې تنه عاملين ونيول .
دملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ :
نيول شوي کسان دحضرت الله ، رحيم الله او احسان الله بلل شوي دي چې دخوست ولايت د صبريو ولسوالۍ او دحقاني په تروريستي شبکې پورې اړوند دي چې دحقاني د تروريستي ډلې په لارښوونه کې ددغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دصبريو ولسوالۍ دملي امنيت مدير او درې تنه ملګري يې ترور کړي وو چې دملي امنيت د لوى رياست دموظفينو له خوا ونيول شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ