خبرونهامنیت

په ۹ موټرو کې ځای پر ځای شوي نشه يي توکي په پکتیا کې کشف او ضبط شول

 کابل، د زمري ۲۵ مه، باختر

د پکتیا د امنیې قوماندانۍ ویاند عمر البدري وايي چې امنیتي ځواکونو د مرکز ګردېز د تېري په سیمه کې په نهو ډاټسن ډوله موټرو کې بار نشه يي توکي( چرس) کشف او ضبط کړي دي.

د امنیې قوماندانۍ ویاند عمر البدري زیاتوي چې د ترلاسه شویو نشه يي توکو په تور  ۱۱ تنه نیول شوي دي. په خبره یې، د نیول شویو کسانو دوسیې تر څېړنو لاندې دي، چې تر بشپړیدو وروسته به عدلي او قضایي اورګانونو ته وسپارل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اسلامي امارت عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله په ټول هېواد کې د نشه پر کرکیله، پېر، پلور او قاچاق بندیز لګولی دی.

ن.ر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا