کابل باختر د مرغومي پنځمه :
د ٢٠٩ شاهين قول اردو کابو ١٢٠٠ تنو سرتيرو هېواد ته د خدمت ژمنه وکړه .
د ملي اردو له ليکو سره دغو نويو يوځاى شويو سرتيرو نن سهار په ٢٠٩ شاهين قول اردوکې د يو لړ مراسمو په ترڅ د عسکرۍ د لوړې په اجرا کولو سره ژمنه وکړه چې په صادقانه ډول خپل هېواد او خلکو ته خدمت کوي .
د٢ ٠٩ شاهين قول اردو د تعليمي مرکز قوماندان ډګروال عطاالله عطايي باخترآژانس ته وويل چې دملي اردو ٢٤٦ کنډک د ١١٤٨ تنو په کميت د پنځو اوونيو له لومړنيو پوځي زده کړو وروسته د عسکرۍ د لوړې مراسم پرځاى کړل.
ده زياته کړه چې دوى څلور اوونۍ نورې هم په دغه مرکزکې پرمختللي پوځي زده کړې وکړې او وروسته فارغ شول .
له بلې خوا هم د٢٠٩ شاهين قول اردو قوماندان تورنجنرال مومندکټوازى وايي چې نويو ځاى شوي سرتيري په لوړمورال سره ژمن دي چې د خپل هېواد او خلکو دفاع وکړي .
1 1 دقیقه لوستل