نړۍ

د امريکا دکانګرس د ودانۍ په وړاندې ډزي .

 واشنګتن وي  او  اې نيوز باختر د تلي دولسمه :
  دامريکا دکانګرس ودانۍ له بهرڅخه له څو ډزو وروسته دغه ودانۍ پرون دلنډې
مودې لپاره وتړل شوه .
  ډزې  دواشنګتن له مرکز څخه دکانګرس د ودانۍ په لور دپوليسو له خوا  ديو موټر له تعقيب اوتيښتې  وروسته وشوې   او ددغه ښار دمقاماتو دڅرګندونو له مخې  په دې پيښه کې دپوليسو ديو افسر په ګډون څوتنه ټپيان شول .
مقاماتو دغه راز وويل  :  چې په  ډزو مشکوکه يوه ښځه وه  چې وژل شوې ده .
داپه داسې حال کې دى چې دري اوونۍ مخکې د امريکا دکانګرس دودانۍ په دوه نيم کيلومتري واټن  د ډزو  له امله دولس تنه وول شول او درې تنه نورټپيان شول .
د ډزو پرونې پيښه دکانګرس د دواړو مجلسونو دغونډو په حال کې رامنځته شوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته