کابل باختر دکب دمياشتې١٣:
په سلګونوکورنۍ په فارياب ولايت کې د وروستيو جګړو له امله بېځايه شوې دي.
دغه ملکي وګړي د جګړو له ويرې د فارياب ولايت ځينو امنو سيمو او ګاونډيو ولايتونو ته مهاجر شوي دي .
د جمهوري رياست د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم په مشرۍ پوځي عمليات لس ورځې مخکې په فارياب کې پيل شوي او پوځيان په دې موده بريالي شوي دي چې طالبانو ته د سر درندو زيان واړوي او د دغې ډلې له شتون څخه په لسګونو ساحې پاکې کړي.
بېځايه شوي کسان وايي چې تر اوسه پورې د دولت له خوا دوى ته هيڅ پاملرنه نه ده شوې .
ميرويس چې له خپلې ميرمنې او دووماشومانو سره د پشتون کوټ ولسوالۍ د خواجه موسى له ساحې څخه د ميمنې ښار ته تښتيدلى دى؛ وايي چې د خوړلو لپاره ډوډۍ او د اوسيدو لپاره ځاى نلري. ده له دولت څخه وغوښتل چې له بېځايه شويو خلکو سره مرسته وکړي.
په همدې حال کې دفارياب ولايت د مهاجرينو د راستنولو رياست مسوولين وايي چې د دولت او يوشمېر مرسته کوونکو بنسټونو په همکارۍ يې دجګړې له بېځايه شويو سره د مرستې بهير پيل کړى دى .
د دغه رياست يو تن چارواکي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دبېځايه شويو شمېر ٦٠٠ کورنيوته رسيږي چې په يوه وخت له هغوى سره دمرستې رسول ناشونى کار دى .
په همدې حال کې له فارياب څخه په را رسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې د جمهوري رياست د لومړي مرستيال په مشرۍ ځواکونو زيات کلي دطالبانو له شتون څخه پاک کړي او د پوځونو په ځاى پرځاى کولو سره هلې ځلې کوي چې په فارياب کې ملکي وګړو ته د ژوندانه بهيرعادي کړي .
په دې جګړوکې طالبانو ته د سر دروند زيان اوښتى دى او يو زيات شمېر طالبان له ساحې څخه تښتيدلي دي.
0 1 دقیقه لوستل