سیاست

د افغانستان او مصر د بهرنیو چارو وزاتونو د مرستیالانو لیدنه

کابل_باختر د زمري دمياشتې ١٤ مه:
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ارشاد احمدي پرون له غرمې وروسته د خپل کار په دفتر کې د مصر عربي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال ښاغلي محمود عوف سره وکتل.
د بهرنيوچارو وزارت د اطلاعاتو رياست باخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لوریو د بیلا بیلو موضوعګانو، لکه په مصر کې د روان وضیعت او حالاتو، د دواړو هیوادونو ترمنځ د سیاسي او کلتوري اړیکو د پراختیا، د پانګونې د جلبولو، افغان محصلانوته په الازهر پوهنتون کې د تحصیلي بورسونو د زیاتوالي، د دواړو هیوادونو ترمنځ د سیاسي سلا مشورو د لومړۍ دورې ناستې د ترسره کولو په اړه د علاقمندۍ د څرګندولو او د افغانستان او مصر ترمنځ د همکاریو د کمیسیون د ناستې د ترسره کولو په هکله ټینګار او همداراز په کابل کې د مصر د ځمکې د ملکیت د ستونزې، په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي احمدي په مصر کې د روان وضیعت او حالاتو په اړه وویل:"هیله من یو چې له دغه حساس او تاریخي پړاو نه د وتلو په موخه په مصر کې د ټولو سیاسي ګوندونو ترمنځ د تفاهم چاپیریال رامنځته شي او د خپل هیواد زرین تاریخ په پام کې نیولو سره د دغه هیواد خلک وکولای شي د خپل هیواد لپاره یوه سیاسي او مناسبه لاره ومومي. د افغانستان خلک په مصر کې  روان کړکیچ د سوله ییز حل په موخه د نړیوالو هڅو ملاتړ کوي او له جګړې او بې ثباتۍ څخه د یوه درديدلي هیواد په توګه، په مصر جمهوریت کې په چټکۍ سره د امنیت او ټیکاو د راتګ غوښتونکې دی".
ښاغلي محمود عوف په مصر کې د روانې اوضاع او حالاتو په اړه د افغانستان له دریځ څخه د مننې ترڅنګ هیله څرګنده کړه چې په دغه هیواد کې ښکیلې خواوې به په چټکۍ سره د تفاهم له لارې کورنی ستونزې حل کړي او یو داسې نظام رامنځته کړي چې د ټولو مصریانو د منلو وړ وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته