(PS)خبرونه(PS)نړۍ

پوتین کېم جونګ اون ته ځانګړی پیغام استولی

بهرنۍ رسنۍ، د زمري ۵ مه، نړۍ

د کوریا مرکزي خبري اژانس د خبر له مخې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون پرون په پیونګ یانګ کې د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو او مل پلاوي کوربه و.

د معلوماتو له مخې سرګي شویګو د دغې لیدنې پر مهال کیم جونګ اون ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړی پیغام رسولی او همدارنګه دواړه لوریو یو او بل ته ډالۍ هم ورکړي.

یاد اژانس دغه راز لیکلي، چې کیم جونګ اون د روسیې د ولسمشر له ځانګړي پیغام څخه مننه کړې او خوښي یې ښودلې خو نه دي ویل شوي چې د پوتین دغه پیغام د څه په اړه و.

دواړو روسیې او د شمالي کوریا چارواکو د پیونګ یانګ او مسکو تر منځ پر دوه اړخیزو اړیکو او د ملي، سیمه ییز او نړیوال امنیت په اړه هر اړخیزې خبرې او د نظر تبادله کړې او په ټینګار سره یې ویلي چې دواړه لوري به د مطرح شویو نظرونو په اړه همغږي وکړي.

باید وویل شي، چې روسیه او شمالي کوریا دواړه له لوېدیځو په ځانګړي ډول امریکا سره په بېلابېلو موضوعاتو ګڼ ژور اختلافات لري.

صافي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا