امنیت

درې تنه ملکي وګړي د داعش د ډلې له خوا په ډزو سره ووژل شول

کابل باختر د مرغومي اوومه :
په جوزجان ولايت کې يو امنيتي مقام وايي چې د داعش په ډلې پورې اړوندو کسانو د دغه ولايت په درزاب ولسوالۍ کې درې تنه ملکي وګړي په ډزو سره ووژل .
  د جوزجان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر عبدالحفيظ خاشي د باختر آژانس سيمه ييزخبريال ته وويل چې د داعش په ډلې پورې اړوندوکسانو د دوشنبې په شپه په ګرم جرکلي کې د سيمه ئيزو پوليسو په پوستې وسله وال بريد وکړ چې د امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول او له ساحې څخه تيښتې ته اړ شول.
خاشي زياته کړه چې د داعش په ډلې پورې اړوندوکسانو د تيښتې په وخت کې درې تنه ملکي وګړي چې له امنيتي ځواکونو سره يې هيڅ راز اړيکې نه لرلې، له ځان سره بوتلل اوپه ډزو سره يې ووژل .
هغه کسان چې په ډزو سره وژل شوي دي؛ ١٧ کلن، ١٨ کلن او ٢٠ کلن وو او مړي يې د قوش تيپې ولسوالۍ د چمقمه کلي ته وليږدول او دا چې داعشيانو ولې د وژل شويوکسانو مړي کورنيو ته يې ونه سپارل او ځان سره يې وساتل؛ څرګند نه دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته