اقتصاد

د سرو زرو په بيه کې ١٥ډالره کمښت راغلى دى

کابلباخترد غبرګولي د مياشتې١٠:
په نړيوالو بازارونوکې د يوانس سرو زرو په بيه کې د تيرې چارشنبې په نسبت ١٥ډالره کمښت راغلى دى.
تيره چارشنبه په نړيوالوبازارونوکې يو انس سره زر په ١٢٦٤ډالرو وړاندې کيدل، نن هم په١٢٤٩ډالرو وړاندې کيږي.
د پښتنى بانک د سرو زرو د مارکيټ يو پلورونکى قاهرخان  ددغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: اوس دکابل په بازارونوکې يو ګرام مصري سره زر په٢٤٥٠ افغانيو، کويټي په٢٤٠٠ افغانيو، سنګاپوري په٢٣٥٠ افغانيو، بحريني په٢٠٥٠افغانيو، عربي په٢٠٠٠ افغانيو، ايراني په١٦٥٠ افغانيو او يوګرام روسي سره زر په١٥٥٠افغانيو پلورل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته