کابل باخترد سلواغې نولسمه :
يوپنځه ويشت کلن ځوان نن په هرات ښارکې ترور شو .
ناپيژندل شويو وسله والوکسانو د خليل احمدتوخي د ورور د سپرلۍ په موټر ډزې وکړې .
په دې پيښه کې وکيل احمد توخي چې د يوتجارتي شرکت کارکوونکي و؛ شهيد او موټر چلوونکى ټپى شوى دى .
د هرات د روغتون د وياند محمد رفيق شيرزي دڅرګندولو له مخې: دغه پيښه د فرقې په نوآباد په ساحه کې رامنځته شوې ده .
د هرات د پوليسو يومقام وايي چې ددغه ترور دعاملينو دپيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ