امنیت

په هرات کې د يوه پوځي په ترور تورن سړي ته د اعدام حکم

هرات /باختر/ د وږي ۱٨مه
د هرات ښاري محکمې يو سړى د يو امنيتي منسوب د ترور په  تور په اعدام        محکوم کړ.
تورن سړى د يوولسمې امنيتې حوزې د فرقې د دوه لاري په پوسته کې په موظف پوليس باندې د ډزو په دليل د پوليسو ترتعقيب لاندې ونيول شو اوکله يې چې له سيمې څخه د تيښتې نيت درلود ، د يادې حوزې د ګزمې له رنجر موټر سره  ټکر وکړ او ونيول شو.
په لومړنيو څيړنو کې  وښودل شوه چې تورن سړي  د ښار په  کچه د ترور په  څو  نورو پيښو کې هم لاس درلود.
د قضايي غونډې په پايله کې تورن سړى د هرات د ښاري محکمې د کورني اوبهرني امنيت پرخلاف دجرمونو په ديوان کې  په سختو مجازاتو  (اعدام )  محکوم  شو.
په دې غونډه کې  دغړيتوب  ، له هېواد سره دخيانت ، له چاوديدونکو توکو څخه دګټې اخيستنې او په جرم کې د مرستې قضيې هم د قضايي هيئت له لوري وڅيړل شوې چې دغه تورن کسان له يو کال څخه  تر شلو کلونو او يوې مياشتې  پورې  مجازات شول.
ددغې غونډې په پاى کې  د محکمې په حکم د نه قناعت په صورت کې دهريومجرم  داستيناف غوښتنې حق محفوظ اعلام شو .
پاى ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته