تالقان -باختر آژانس د وږي١٢:
دتالقان په ښارکې پرون دپومبې پلورنې په يو سراى کې داور لګيدنې له امله څوارلس دکانونه وسوځيدل .
دتالقان له ښارڅخه دباختر اژانس دخبر له مخې، دغه اور چې دبريښنا دشارتي له امله ولګيده دسرزيان يې نه درلود او د اور وژنې منسوبينو دامنيتى حوزې دمنسوبينو او خلکو دحلوځلو له امله اور ووژل شو.
دکانداران ادعاکوي چې د دغې پيښې له امله د دوه سوه زرو ډالرو په ارزښت مالي تاوان اوښتې دي، خو تراوسه پورې سيمه ييزو مسوولينو په دې اړوند نظر نه دې څرګندکړې.
0 د یوې دقیقې څخه لږ