کابل باختر دتلي ٢٠
يوبل افغاني زيارت کوونکي پرون په مکه مکرمه کې وفات شو .
دبلخ ولايت دشولګرې ولسوالۍ داوسيدونکي غلام علي دعلي محمد دزوى په مړينې سره په مکه مکرمه او مدينه منوره کې د وفات شويو افغاني زيارت کوونکې شمير نهو تنو ته ورسيد .
له مکې مکرمې څخه دباختراژانس داستول شوي خبريال فضل واحد کريم دخبر له مخې ، په مکه مکرمه کې دافغاني بعثه دهئيت مسوولينو دغلام علي مړينه تاييد کړه او ويې ويل چې دغه افغاني زيارت کوونکې دعمر دزياتوالي له امله وفات شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ