کا بل باختر دمرغومي څلور ويشتمه :
څلور تنه پاکستاني طالبان په نورستان ولايت کې له پوځيانوسره په نښتو کې ووژل شول .
دغه جګړې نن سهار د ډيورنډ کرښې ته څيرمه په کامديش ولسوالۍ کې هغه وخت ونښتې چې يوې ډلې يرغلګرو ډيورنډ له کرښې څخه په رااوښتو سره غوښتل چې دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړي .
دهېواد په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دغو جګړو کې څلور تنه پاکستاني طالبان ووژل شول .
ده وويل: په دغو طالبانو کله يې چې غوښتل دپوځيانودسپرلۍ په کاروان بريد وکړي ددوى له خوا ډزې وشوې .
درارسيدلو خبرونو له مخې :نور يرغلګر بيرته دډيورنډ له کرښې اخوا تښتيدلي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ