امنیت

اووه تنه تروريست طالبان ووژل شول .

کابل  باختر د وږي شلمه :
دووه تنه تروريستي طالبان دهېواد په شمال او شمال ختيځ زون کې د امنيتي ځواکونو په چاڼيزوعملياتو کې ووژل شول .
د ٢٠٨ شاهين قول اردو مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ :په تيرو ٢٤ ساعتو کې دبلخ ولايت دچهاربولک ولسوالۍ دسالار غونډې په ساحو کې د هېواد دامنيتي او دفاعي  ځواکونو دجګړې په بهير کې  شپږ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او پنځه تنه ټپيان شول .
دغه راز دکندز ولايت دګورتيپې ولسوالۍ دقلعچه  په کلي کې دکوماندو د ځواکونو دپلټنې په بهير کې ٣٥ تنه دتروريستي فعاليتونو دترسره کولو په تور ونيول شول او ملي امنيت ته وسپارل شول له دغې ساحې څخه ددښمن يوه ليږدونکې واسطه او يوه اندازه مهمات له منځه وړل شوي دي او دجوزجان ولايت دقوش تيپې  ولسوالۍ د درز اب ددوه لاري په تګلوري کې  د شير بيک په کلي کې دامنيتي ځواکونو دجګړې له امله يو ډار اچوونکى ووژل شو او يوتن  ټپي شو او دغه راز څلور تنه مشکوک کسان دتخار ولايت د بنګي پله په ساحه کې د پلټنې په بهير کې ونيول شو او ملي امنيت ته سپارل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته