فرهنګ

يوشميرمرستندويو موسسو دځوانانوله معينيت سره په خپلي همکاري باندې ټينګاروکړ.

کابل باختردکب دمياشتې ٢٣

 

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانود چارو له معينيت سره  همکارو اومرستندويو موسسو نن په يوه غونډه کې په بيلابيلو برخو کې له دغه معينيت سره په خپلو همکاريو باندې ټينګارو کړ.

دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې  په دې غونډه کې چې نن دځوانانو دچارو په معينيت کې  جوړه شوې وه  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين تيمورشاه اسحق زي په بيلابيلو برخو کې دهيواد دځوانانو ديولړ اړتياوپه اړوند معلومات وړاندې کړل او ويي ويل  له څوکلونو راپه دي خوا  ويل کيږي   چي دهيواد  په سلو کې اته شپيته وګړي ځوانان دي . خو تراوسه پوري په دي اړوند دقيقه احصائيه نه ده ترلاسه شوي .

ده وويل  بايد احصائيه واخيستل شي چې په هيواد کې څومره ځوانان شته  څومره يي ښوونځې ته ځي او څومره يي نجونې او څومره هلکان دي  اوڅومره يي وزګاردي.

ده دځوانانو ديولړ نورو ستونزو يادونه هم وکړه  او په دغو مواردو کې يي دځوانانو دچارو له معينيت سره دهمکارو اومرستندويو موسسو دلازياتي همکاري غوښتنه وکړه.

په دې غونډه کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانودچارو له معينيت سره دهمکارو مرستندويو موسسو مسوولينو اواستازو هم خبري وکړې او په بيلابيلو برخو اوپه تيره بيا دځوانانو دطرفيتونو دلوړولو په برخه کې يي دځوانانو دچارو له معينيت سره په خپلو همکاريو ټينګاروکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته