ټولنه

د بريښنا شرکت وياند: هلې ځلې کيږي چې په کابل ښارکې د بريښنا بهير عادي شي

کابل باختر دوږي دمياشتې ٢١  نيټه  :
د بريښنا شرکت وياند وايي چې د بغلان ولايت په ډنډ شهاب الدين کې د بريښنا د ليږدونې د يوې ستنې د ترميمولو کار دوام لري.
د بريښنا د ليږدونې دغه ستن پرون د وسله والو طالبانو له خوا ويجاړه شوې ده.
د بريښنا شرکت وياند وحيدالله توحيدي چې په دې اړوند يې د باختر آژانس له خبريال سره خبرې کولې، وويل: پرون سهار د اتو بجو په شاوخواکې له ازبکستان څخه د وارداتي بريښنا د ليږدونې يو ستن د بغلان ولايت په ډنډ شهاب الدين کې کې د وسله والو طالبانو له خوا ويجاړه شوه .
د توحيدي د څرګندونو له مخې: ددغه رياست تخنيکي کارکوونکو پرون د دغه ستن د ترميمولو کار پرون پيل کړى دى.
ده دغه راز وويل چې د وسله والو طالبانو او د حکومتي ځواکونو ترمنځ جګړې له امله د کيله ګي د دښتې په ساحه کې هم د بريښنا د ليږدونې مزي غوڅ کړى شوي دي.
د ده د څرګندونوله مخې: ددغه مزي د نښلولو لپاره هم  هلې ځلې دوام لري.
ده په کابل ښارکې د بريښنا د پرچاوۍ دليل په ډنډشهاب الدين کې د بريښنا د ستن ويجاړتيا او دکيله ګي په دښته کې دمزو غوڅيدل وبلل او زياته يې کړه: هلې ځلې کيږي چې په کابل  ښارکې د بريښنابهير په عادي توګه تامين شي.
پاى شکريه ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته