کابل باختر دورې دمياشتې ٤ :
د وسله والوطالبانو د ډلې دوه تنه سيمه ييزقوماندانان تېره شپه په غزني کې د آيساف د ځواکونوپه هوايي بريدکې ووژل شول.
د٢٠٣ تندرقول اردو د دريمې لوا ويندوى نظيف الله سلطاني د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغه قوماندانان ملانظير اوملا عبدالوهاب نوميدل او د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتوکې يې فعاليت کاوه .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې دغه قوماندانان د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ دشيرمحمداو شاليزي په کليوکې دايتلاف دځواکونو دجنګي الوتکو دبريد له امله ووژل شول.
1 د یوې دقیقې څخه لږ