امنیت

پوليسو هغه موټرسايکل ترلاسه کړ چې مخالفينو چاوديدونکې توکې پکې ځاى پرځاى کړي و

دکندهار ولايت دميوند ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ پوليس دهغه موټرسايکل په پيژندلو بريالي شول چې دمخالفينو له خوا چاوديدونکې توکې پکې ځاى پرځاي شوي وو.

دکندهار  ولايت دمطبوعاتي دفتر مسوول دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبرورکړ  چې دغه موټر سايکل  دورانکارو عملونو دترسره کولو په مقصد چمتو کړي شوي و .

په يوه بله پيښه کې پوليسو دکندهار ولايت په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې  يوه اندازه وسلې اومهمات  ترلاسه کړل.

دکندهار ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر مسوول دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دغه وسلې او مهمات دميوند ولسوالۍ په مربوطاتوکې دپوليسوله خوا دتصفيوى عملياتو په بهيرکې ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته