-کابل / د غوایي ۱۴ مه / باختر
نړیوالې او کورنۍ مرستندویه ادارې او خیرغوښتوونکي کسان په افغانستان کې له اړمنو کورنیو سره مرسته کوي.
دغه بنسټ د تېرو پنځو ورځو په بهیر کې يې د اختر په ګډون د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې څه د پاسه شل زروکورنيو سره مرستې کړې دي.
په دغو مرستو کې خوراکي توکي، جامې، د کور لوازم او نغدې پيسې شاملې دي.
یوې سرچينې د باخترآژانس سيمه ييزو خبريالانو ته وويل چې په تېرو پنځو ورځو کې د افغانستان په ٢٥ ولايتونو کې له ٢٠ زرو څخه زياتې کورنۍ د نړيوالو او کورنيو سازمانونو لکه د مهاجرت نړيوال سازمان، د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ، د نړيوال سازمان د بشري مرستو او له طبیعي پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ادارې تر پوښښ لاندې راغلې دي.
په افغانستان کې اقتصادي او بشري ناورین د اړمنو کورنیو لپاره جدي ننګونه کړې ده. د خوړو نړیوال سازمان وايي، د افغانستان د ۳۶ میلیونو وګړو له نیمايي څخه ډېر بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري. ع