امنیت

په سمنګانوکې په دريو تنوپوځيانو د ډزو عامل ونيول شو

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٠
هغه سړى چې له وسله والوطالبانو سره يې اړيکې لرلې او خپل درې تنه پوځي ملګري يې په سمنګانو ولايت کې په ډزو سره وژلي وو، د امنيتي مامورينوله خوا ونيول شو.
په يولداش تورلګول شوى دى چې څه موده مخکې يې د سمنګانو ولايت په دره صوف ولسوالۍ کې په خپل قرارګاه کې په خپلو دريو تنو پوځي ملګرو ډزې کړې وې او په خپله د دغې پوستې له جنګي وسايلو سره، له وسله والو طالبانو سره يوځاى شو.
د سمنګانو ولايت د پوليسو يوه مقام د باختر آژانس خبريال ته وويل چې يولداش په يو لړ ځانګړو پوځي عملياتوکې نيول شوى دى.
ده په لومړنيو تحقيقاتوکې اعتراف کړى دى چې د وسله والو طالبانو د ډلې په لارښوونه يې خپل درې تنه ملګري په ډزو سره وژلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته