کراچى – دى نيوز – باختر د سلواغې دمياشتې ٩
دپاکستان په کراچۍ ښارکې د رنجر د پوليسو دمليشو دپلټنې په يوې پوستې نن سهار دچاودنو د دريو بريدونو له امله دوه تنه ووژل شول او پنځه تنه نورټپيان شول
باختر اژانس د پاکستان د دى نيوز خبري سايټ له خولې خبر راکړ :
لومړۍ چاودنه د رنجر دپلټنې په سيمې دناپيژندل شويو کسانو له خوا دلاسي بم
د غورځولو له امله رامنځته شوه او دبم بله چاودنه چې له لرې واټن څخه اداره کيده دلومړنۍ چاودنې څخه څو دقيقې وروسته په همدې سيمه کې وشوه .
دريمه چاودنه هغه وخت وشوه چې ځانمرګې بريدکونکې غوښتل د رنجر دپلتنې پوستې ته ننوځي دامنيتي پرسونل له خوا خوا د رولو په وخت کې يې ځان وچاوه.
ددغو دريو چاودنو له امله د رنجر د يو پوليس په ګډون دوه تنه ووژل او پنځه تنه نور ټپيان شول او سيمه دپوليسو له خوا کلابنده شوه.
1 1 دقیقه لوستل