
کابل، د وږي ۱۳مه، باختر
کورنیو چارو وزارت د پولیسو له لوري په دوو ولایتونو کې د نشه يي توکو د پلور په تور د ۵ کسانو د نیولو خبر ورکوي.
دغه وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د نشه يي پر وړاندې د مبارزې پولیسو په هرات او ننګرهار کې ۵ تنه د نشه يي توکو د پلور په تور نیولي دي.
هېره دې نه وي، چې دغه وزارت نن هم په هرات او تخار ولایتونو کې د نشه يي توکو د پلور په تور د ۷ کسانو د نیولو خبر ورکړی و.