
کابل، د وږي ۱۵ مه، باختر
د کابل امنیه قومندانۍ څخه په خپرو شویو معلوماتو کې راغلي، چې د لسمې امنیتي حوزې پولیسو څلور تنه د غلا او شرابو د پلور په تور نیولي دي.
پولیسو ویلي، د دغو کسانو له ډلې یو تن د شرابو د پلور او درې تنه نور یې د موټرسایکلونو د غلا په تور نیول شوي دي.
د معلوماتو له مخې؛ پولیسو دغه راز د کابل ښار په چهارقلعه سیمه کې د شرابو یوه کارخونه له منځه وړې، خو په تړاوو یې څوک نه دي نیول شوي.
سرچینې زیاته کړه چې د نیول شویو کسانو دوسیې به له لومړینو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.