سیاست

جمهور رئیس غني: بیروکراسي او زاړه خنډونه باید لرې او د ښار او مسکن منظمه پالیسي رامنځته کړو

کابل_باختر د وږي د مياشتې ٣٠مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په هغې غونډه کې چې ”په ۲۰۱۵ کال کې د افغانستان د ښارونو وضعیت“ تر سرلیک لاندې د راپور د خپرولو په مناسبت په ارګ کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ او د وینا پرمهال یې وویل: د دې پروژې په بشپړېدلو سره اوس د ښارونو په اړه واضح طبقه بندي زموږ په واک کې ده.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې جمهور رئیس د افغانستان له اړوندو بنسټونو او د استرالیا حکومت د مالي مرستو له امله د مننې ترڅنګ وویل: دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو د مرکزونو بشپړه او مفصله څيړنه زموږ د ټولو په اختیارکې ده.
جمهوررئیس غني زیاته کړه: دغې څيړنې تثبیته کړه، چې په څو تېرو لسیزوکې موږ ښاري پالیسي نه لرله او زموږ ښارونه د اقتصاد او باثباته جایدادونو د محرک پرځای له بې نظمي سره مخ وو.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه، په تېر یو کال کې ښاري چارې زموږ د پاملرنې مرکز وې او اوس موږ ته د عملي تطبیق زمینه برابره شوه.
ده وویل: په میاشت کې ۱۶ زره کورونه تثبیتېږي او په افغانستان کې به ټول جایدادونه په شرعي جایدادونو بدل شي.
جمهور رئیس وویل: دولت تصمیم لري، چې ټول وزارتونه د دارالامان سیمې ته انتقال کړي او پیل یې له هغو وزارتونو څخه کېږي، چې بودجه لري.
جمهور رئیس په ټینګار سره وویل: د افغانستان هیڅ وزارت د ځمکې د پلورلو اجازه نه لري او د وزارتونو د ځمکو د پلور په هکله هر ډول تصمیم د افغانستان کابینه نیسي.
جمهور رئیس غني زیاته کړه: د ولایتونو له مرکزونو څخه اړوندو ټولو نقطو ته د منابعو د انتقال په خاطر د ښاروالیو شبکه رامنځته کېږي او د دغې شبکې په ایجاد سره د مالیې وزارت او نور وزارتونه په یو قرارداد کې شاملېږي.
جمهور رئیس وویل: موږ باید بیروکراسي او زاړه خنډونه لرې کړو او د ښار او مسکن منظمه پالیسي رامنځته کړو.
محمداشرف غني زیاته کړه: د وس برابر د کور جوړول په ملکي برخې پورې منحصر نه پاتې کېږي او په راتلوونکي کال کې د ټولو قول اردوګانو منسوبینو ته د وس مطابق کورونه برابرېږي.
جمهور رئیس دې ته په اشارې سره چې ښار او کلی ملت جوړوي وویل: د ښار او کلي د تړاو د څرنګوالي په هکله کار پیل شوی دی او د ښار او کلي اړیکه د ملي مارکېټ له پلوه زموږ د پام وړ ګرځېدلې ده.
جمهور رئیس دې ته په اشارې سره چې د کارموندنې په برخه کې ښارونه له سکتوري وزارتونو سره مرستندویه واقع کېږي وویل: ځوانانو ته مې پیغام دا دی چې صبر وکړي، ځکه په ساختماني برخه کې د کارموندنې زمینې زیاتېږي او د کارموندنې ماحول او شرایط د ښه کېدو په حال کې دي.
د یادونې وړ ده چې په ۲۰۱۵کال کې د افغانستان د ښارونو وضعیت د افغانستان د ۳۴ ولایتونو د مرکزونو یوه دقیقه او هر اړخېزه څيړنه ده.
دا پروژه د افغانستان د ۳۴ ولایتونو د مرکزونو د وضعیت د څيړنې لپاره د یوې موثرې او دقیقې شیوې لرونکې ده او د سټلایټ له لارې د دقیقو عکسونوپه اخیستلو سره د ولایتونو د مرکزونو د مسکوني سیمې په هکله د ګټې اخیستنې وړ اراضي او معلومات یې برابر کړي دي. همدارنګه دغه راپور د ساحوي څيړنې، د سیمه ییزو متشبثینو د ګډون په موخه ښاري ورکشاپونه، دقیقو او سمو معلوماتو ته د لاسرسي پیاوړي کول او د څيړنې په برخه کې د افرادو او بنسټونو د ظرفیتونو لوړول او له ښاري معلوماتو څخه ښه ګټه اخیستنه هم پکې شامليږي. 
په ۲۰۱۵ کال کې د افغانستان د ښارونو د وضعیت د څيړنې راپور د ښار جوړولو وزارت، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او کابل ښاروالي د یو این هبیتات په تخنیکي او د استرالیا هېواد په مالي همکاري برابر کړی وو.
په دې غونډه کې د ښار جوړولو وزیر سیدمنصور سادات نادري، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رئیس غلام جیلاني پوپل، د کابل ښاروالي سرپرست، د برتانیا سفیر، د استرالیا سفارت استازي، د یو این هبیتات موسسې د آسیاسي برخې مسوول او د ټولو همکارو هېوادونو استازو پکې ګډون درلود.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته