امنیت

دبې پليټه او دتورو ښيښو دوسايطو ددرولو پروګرام له سره پيليږي .

دکابل ولايت امنيه قوماندان  :  زموږ ستونزه په کابل ښارکې دزبرځواکو کسانوله  اندازې زيات ساتونکي او دسپکو او درندو وسلو ليږدونه ده .

کابل باختردتلې دمياشتې    ١٥ :
دکابل پوليس سر له سبا د توروښيښو اوبې پليټه وسايطو ددرولو پروګرام پيلوي  .
دباختر آژانس دخبرله مخې :  دکابل ولايت  امنيه قوماندان نن ديوې اعلاميې په صادرولوسره ويلي دي   چې سر له سبا دبې پليټه او دغيرقانوني سندونو لروونکو وسايطو  ددرولو  او دغه راز له وسايطو څخه دتورو فلمونو دلرې کولو  پروګرام  بيا په جدي ډول پيلوي.
دغه راز دکابل پوليس له مقاماتو څخه غواړي چې دامنيت دتامينولو او دقانون دنافذولو په لاره کې  له دوى سره همکار واوسي .
دغه راز دپغمان دپيښې  ددوو تنو نورو  عاملينو دنيولو لپاره  هلې ځلې روانې دي اوپه ډير لنډ ممکن وخت کې به ونيول شي .
دکابل پوليسو ته ډيره ستره ستونزه  له اندازې څخه زيات دزبرځواکو ساتونکي  او دسپکو او درندو وسلو  ليږدونه ده .
پوليس  ددې ځواکمني لري چې  هغوى ترپوښتنې او څارنې لاندې ونيسي .
دکابل پوليس له مقاماتو او دغه راز له اړوندو ارګانونو څخه  غواړي چې مجرمين او جنايتکاران مجازات کړي .
دغه راز   دښه امنيت دتامينولو لپاره  دښار په ټولو سيمو کې ګرځنده ګزمې زياتې شوي دي  .
دکابل ولايت امنيه قوماندانۍ  دکابل بانک دقضيې دعاملينو دنيولو کار پيل کړى دى  او دکابل پوليس غواړي چې دجنايتکارانو ملاتړ ونه شي .
ديادونې وړ د ه چې   دکابل  پوليسو دنيکمرغه لوى اختر په ورځو کې دوولس ډلې مجرمين  چې د کورونو دمالونو ، دوسايطو دلمبر پليټونو په لوټولو اوپه نورو  جرمونو کې لاس لري  نيولي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته