کابل باختر دچنګاښ اووه ويشتمه
دننګرهار ولايت د ځنګلونو دساتنې دتولي قوماندان په يوه چاودنه کې ووژل شو .
په دې پيښه کې ديوې ښځې اويوماشوم په ګډون څلور تنه نور هم وژل شوي دي .
دغه پيښه نن له غرمې وروسته په يوه نيمه بجه هغه وخت رامنځته شوه چې دننګرهار ولايت دځنګلونو دساتنې دتولي دقوماندان ولي محمد دسپرلۍ موټر د بټي کوټ ددويم فارم په ساحه کې په ماين وخوت .
دننګرهار دوالي ويندوى احمد ضيا عبدالزي باختر اژانس ته وويل چې په دې پيښه کې قوماندان له خپل يو ساتونکي يوې ښځې يو ماشوم او يوملکي وګړي سره ووژل شو .
ويل کيږي چې ولي محمد دغه سړي دهغه له ميرمن اوماشوم سره له هغوى سره دمرستې په خاطر په خپل موټر کې ليږداوه چې دغه پيښه رامنځته شوه .
عبدالزي وايي دځنګلونو دساتنې دټولي قوماندان دجلال اباد دښار په لور روان و چې موټر يې په ماين وخوت .