نړيوالي خبري منابع باختر د تلې ديارلسمه :
دپاکستان په بلوچستان ايالت کې دملي ګوند په لوړپورې مشر او دکوند په وياند جان بليدي په کويټه ښار کې وسله وال بريد شوى دى .
باختراژانس دايرنا له خولې خبر راکړ دپاکستان خبري شبکو دچارشنبې په ماښام په خپلو خبرونوکې اعلام وکړ چې دجان بليدي دسپرلۍ په کاروان په وسله والو بريد کې دى روغ رمټ پاتې شوى دى .
درارسيدلو خبرونوله مخې خبري سرچينې په دې وسله وال بريد کې ددريو تنو دټپي کيدو خبرورکوي .
ددغو خبرونو له مخې تراوسه پورې ددغه بريد مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستي .دپاکستان ملي ګوند ددغه هېواد له سياسي اوسوسيال دموکرات او کينلاسو ګوندونو څخه جوړشوى دى .
دغه ګوند دپاکستان له ملي ګوند سره يوځاى دپاکستان په بلوچستان ايالت کې يو ډير ستر فعال ګوند دى .
دغه ګوند يوولس څوکى دپاکستان په ايالتي مجلس کې دنمايندګى درې څوکۍ په سنا مجلس کې او يوه څوکۍ دپاکستان په ملي مجلس کې لري .
1 1 دقیقه لوستل