کابل باختر د ثور د مياشتې ٢٥:
د تخار ولايت په مرکز تالقانو ښارکې د آهن درې د نجونو د ليسې په لسګونو تنه زده کوونکې نن مسمومې شوې.
د را رسيدلو خبرونوله مخې: مسمومې شوې نجونې د علاج او درملنې لپاره د تخار ولايت مرکزي روغتون ته ليږدولې شوې دي.
تر اوسه پورې د دغو زده کوونکو د مسموميت انګيزه نه ده څرګنده شوې .
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې هم د رستاق ولسوالۍ د نجونوپه يوه ښوونځي کې د مسموونکي ګاز د خپريدو له امله ورته پيښه رامنځته شوې وه.
0 د یوې دقیقې څخه لږ